افغانستانخبرونه

کونړ کې تر خاورو لاندې د مړو موندلو او ټپیانو د ژغورلو هڅې روانې دي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال

لا هم د کونړ لرې پرتو سیمو په کنډوالو کې د ژوندي پاتې شويو کسانو لټون روان دی.

د کونړ ولايت د طبعي پېښو سره د مبارزې مشر احسان الله احسان ويلي، ټوله شپه دژغورنې عمليات روان وو.

نوموړي زياته کړې چې، “لا هم په لرې پرتو کليو کې ټپيان پاتې دي چې بايد روغتونونو ته ولېږدول شي.”

بل لورته ډلې ډلې ځّوانان په موټرو او پلي کونړ ته د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ور روان دي.

په ولسوالیو کې د زلزله ځپلو لپاره د مرستو راټولولو کمپاین روان دی او په روغتونونو کې د ټپيانو لپاره د وړیا وینې د ورکړې لړۍ دوام لري.

په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم دختیځ زلزله ځپلو سره د مرستو راټولولو کمپاینونه پيل شوي دي.

د طالبانو حکومت د چارواکو او د ملګرو ملتونو د ادارو په وینا په کونړ او ننګرهار کې د زلزلې له کبله لږ تر لږه ۸۰۰ تنه مړه شوي او تر ۳۰۰ زره نور ټپيان دي.

ارقام لاهم وروستي نه دي او د تلفاتو شمېر په زیاتېدو دی.