خبرونهنړۍ

سوډان کې د ځمکې‌ښویېدو پېښه کې د ۱۰۰۰ کسانو مړینه تایید شَوې

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د سوډان په جنوب کې تر سخت ورښت وروسته د ځمکې‌ ښویېدو له امله ۱۰۰۰ کسان مړه شوي دي. 

د راپورونو له مخې چې دا پېښه پرون دوشنبه د جنوبي سوډان په «دارفور» سیمه کې شوې او یو کلی په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی. 

په راپورونو کې ویل شوي چې له دې مرګونې طبیعي پېښې یوازې یو کس ژوندی پاتې شوی او شاوخوا ۱۰۰۰ کسان پکې ژوند بایللی دی. 

په ورته وخت کې د سوډان دواړو حکومتي لورو له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو مرستندویه ادارو د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

ویل کېږي چې دا مرګونې پېښه په دې غرنۍ سیمه کې تر سخت ورښت وروسته شوې ده.

سوډان کې دا خونړۍ پېښه داسې مهال کېږي چې هلته له تېرو دوو کلونو راهیسې کورنۍ جګړې هم زور اخیستی او په ځپل‌شوې سیمه کې تر ډېره له یادې جګړې پناغوښتونکي مېشت شوي وو.