
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د تېر جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي، چې له زلزله ځپلو څخه د هر اړخیز ملاتړ پرته د ډېرو ژوند له ګواښ سره مخامخ دی.
هغه په امریکا غږ کړی، چې درول شوې بشري مرستې دې له ځنډ پرته پیل کړي او د طالبانو پرځای دې دغه مرستې په مستقیمه توګه زلزله ځپلو ته ورسېږي.
نوموړي ویلي، وروستیو زلزلو یو شمېر کلي په بشپړه توګه لهمنځه وړي چې له کبله یې سلګونه کسان مړه او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
د اتمر په خبره؛ له زلزلې څخه په بنسټیزه توګه نه ملاتړ د ګڼو کسانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی.
د تېر جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر زیاته کړې، چې افغانستان لا له وړاندې بشري ناورین سره مخامخ و؛ خو د نړۍوالو مرستو بندېدو دغه ناورین لاپسې ژور کړی دی.
حنیف اتمر داسې مهال دا غوښتنه وي، چې تر دې وړاندې ځینو عامو خلکو د مرستو د شفاف وېش په برخه کې اندېښنې ښودلې دي.
د هیواد په ختیځ کې د زلزلهځپلو سره ځینو هیوادونو، خیریه بنسټونو، سوداګر او عامو خلکو مرستې وکړې خو یو شمیر کابل مېشتي وایي چې په دغو مرستو کې روڼټیا مراعات شي او ټولو اړمنو کسانو ته دې په عادلانه ډول ورسیږي.