افغانستانخبرونه

د ایران سفیر له زلزله ځپلو سره دمرستې لپاره کونړ ته تللی

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال

‏کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي نن سه شنبه د یو پلاوي په مشرۍ د افغانستان ختیځ کونړ ولایت ته په سفر تللی.

د ایران سفارت د دې سفر موخه کونړ کې د زلزله ځپلو اړتیاوو ارزونه او د بشري مرستو رسول یاد کړي.

تېره ورځ د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دې غمیزې له کبله افغانانو ته تسلیت ویلي او ټینګار یې کړی، چې هېواد یې زلزله ځپلو سیمو ته د اړتیا وړ هر ډول مرستو رسول ته چمتو دی.

د ایران سفیر لومړنی بهرنی چارواکی دی، چې کونړ کې له زلزله ځپلو سیمو لیدنه کوي.

تر دې وړاندې د طالبانو حکومت لوړپوړي چارواکي هم زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو پروسې ارزونې لپاره یاد ولایت ته تللي وو.