
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال
کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي نن سه شنبه د یو پلاوي په مشرۍ د افغانستان ختیځ کونړ ولایت ته په سفر تللی.
د ایران سفارت د دې سفر موخه کونړ کې د زلزله ځپلو اړتیاوو ارزونه او د بشري مرستو رسول یاد کړي.
تېره ورځ د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دې غمیزې له کبله افغانانو ته تسلیت ویلي او ټینګار یې کړی، چې هېواد یې زلزله ځپلو سیمو ته د اړتیا وړ هر ډول مرستو رسول ته چمتو دی.
د ایران سفیر لومړنی بهرنی چارواکی دی، چې کونړ کې له زلزله ځپلو سیمو لیدنه کوي.
تر دې وړاندې د طالبانو حکومت لوړپوړي چارواکي هم زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو پروسې ارزونې لپاره یاد ولایت ته تللي وو.