مجاهد: کونړ کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۴۱۱ او د ټپیانو شمېر ۳۱۲۴ ته لوړ شو

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، کونړ کې ثبت شوي مړي تر اوسه ۱۴۱۱ او ټپيان بیا ۳۱۲۴ تنو ته رسېدلي دي.
دا مرګ ژوبله د مرکز اسعداباد تر څنګ په نورګل، څوکۍ، چپه دره، پيچ دره، وټپور کې اوښتې ده.
د طالبانو د حکومت ویاند وايي، هغه سیمې چې هلیکوپټر تګ ورته ناممکن و، هلته یې کومانډو ځواکونه د پراشوټ له لارې ښکته کړي دي.
کونړ کې لا هم افغان ځواکونه، عام خلک او ژغورونکي ډلې د ټپيانو او جسدونه په ویستلو کار کوي.
ځایي خلک وړایي، د مرګ ژوبلې ارقام لاهم وروستي شوي نه دي،مړي تر خاور لاندې ایسار دي.
چارواکي وايي، په خاص کونړ ولسوالۍ کې زلزله ځپلو لپاره کمپ هم جوړ شوی چې خدماتي او نورې کميټې پکې مواد او عاجلي مرستې تنظيموي.
د پېښې ځاي ته نژدې دوه مرکزونه هم جوړ شوي چي د زخميانو انتقالات، د مړو تدفين او پاتي کسانو ژغورلو چارې له نژدې اداره کوي.
مختلفو هيوادونو د خواخوږۍ پيغامونو تر څنګ مرستې هم اعلان کړې چې يو شمېر يې د زلزله ځپلو ته د عاجلو مرستو کميټې ته سپارل شوې دي.
کونړ کې زلزلې نه یوازې د سر زیان اړولی، هلته ځېنې کلي هم له مخې هوار شوی دي. د تازه مالوماتو له مخې په کونړ کې ۵۴۱۲ کورونه په بشپړ او یا نسبي ډول ویجاړ شوي دي.