
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د هرات ولایت سوداګرو لخوا د کونړ زلزله ځپلو ته د مرستو لومړۍ جوپه واستول شوه.
د هرات د کانونو او صنایعو خونې لپاره د طالبانو مشر محمد ناصر امین نن (سهشنبه، سنبله ۱۱) وویل، د خوراکي توکو او درملو لومړنۍ جوپه چې ۱۵ موټرو کې ځای پر ځای شوي، د کونړ زلزله ځپلو ته واستول شول.
هغه وویل، دا لومړی پړاو مرستې دي او راتلونکې کې به هم دوام وکړي.
د هرات د کانونو او صنایعو خونې مشر زیاتوي چې، د هرات سوداګر به راتلونکي ګام کې د زلزله ځپلو لپاره د کور او سرپناه جوړولو په برخه کې هم اقدام وکړي.
د کونړ په نورګل، څوکۍ، چپېدرې، پیچدرې او وټپور ولسوالیو او مرکز اسعدآباد ښار کې د وړمې شپې زلزلې له امله خلکو سخت مالي او ځاني زیانونه لیدلي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، دغه زلزله کې ۱۴۱۱ کسان مړه او ۳۱۲۴ کسان ټپیان شوي دي.
دغه راز د ځاني زیانونو ترڅنګ زرګونه کورونه هم ړنګ شوي دي.
په یاد ولایت کې لاهم تر خاورو لاندې د مړو د را ایستلو او زخمیانو ته د رسېده ګۍ عملیات دوام لري.