افغانستانخبرونه

کونړ کې د مړو د موندلو او ژغورنې هڅې لا هم روانې دي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغانستان په ختيځ کونړ ولایت کې د مرګونې زلزلې پر درېیمه ورځ هم د ژغورنې او پلټنې هڅې روانې دي.

پرون سه شنبه مازیګر مهار په ننګرهار، کونړ اولغمان کې د زلزلې ټکانونه محسوس شوي وو.

کونړ ته تللي خیريه کارکوونکي وايي، د لارو بندېدو او ځمکې ښويېدو له کبله ژغورونکې ډلې اړ دي چې لرې پرتو سيمو ته په پښو مزل وکړي.

که څه هم د طالبانو حکومت ګڼ شمېر ټپيان د چورلکو په مټ د کونړ او جلال اباد مرکزي روغتونونو ته لېږدولي، خو ويل کېږي لا هم ځينې خلک په لرې پرتو سیمو کې بند پاتې دي.

د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږۍ چارو مشر انډرېکا رټواټې، ويلي دا زلزله ښايي پر سلګونه زره خلکو اغېز وکړي. ده ويلي کونړ کې د ژغورنې هڅې د مځکې ښويېدو له امله لا پېچلې شوې، چې غرنيو سيمو کې يې لارې بندې کړې دي.

بل پلو روغتيايی چارواکي وايي، د ټپيانو د زياتوالي له کبله د درمنلې بهير له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

د کونړ زلزله ځپلو ته په کور دننه او د باندې پراخې مرستې راټولو شوي، خو خلک لومړی د زلزله ځپلو سیمو نه د مړو د ویستلو او بیا د ټپیانو تر درملنې وروسته دوی ته د مناسبو کورنو د جوړولو او د مرستو د شفاف وېش غوښتنه کوي.

د کونړ په نورګل، څوکۍ، چپې‌درې، پیچ‌درې او وټپور ولسوالیو او مرکز اسعدآباد ښار کې د وړمې شپې زلزلې له امله د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خبر۱۴۱۱ کسان مړه او ۳۱۲۴ کسان ټپیان شوي دي.

دغه راز د ځاني زیانونو ترڅنګ زرګونه کورونه هم ړنګ شوي دي.