
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د بهرنیو رسنیو د را پور له مخې؛ د هند شمالي ایالت پنجاب کې د مانسون موسم له امله سخت بارانونه روان دي، چې له امله یې بېلا بېلو سیمو کې دیرش تنه مړه او ۳۵۴ زره نور کسان زیانمن شوي.
د را پورونو له مخې؛ د دغه اورښتونو وروسته د سیلابونو له امله ۱۴۰۰ کلي اوبو لاندې کړي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، نږدې ۲۰ زره کسان له ټيټو او سیلاب ځپلو سیمو څخه ایستل شوي، او د اغېزمنو کورنیو لپاره د سرپناه او اړینو اسانتیاوو د چمتو کولو لپاره سلګونه امدادي کمپونه هم جوړ شوي دي.
د پنجاب چارواکو ویلي، دا د ۱۹۸۸ کال راهیسې په ایالت کې تر ټولو ناوړه سیلاب دی.