
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال
بهرنیو رسنیو په وینا، د سویلي امریکا هېواد وینزویلا څخه د نشهيي توکو یوه کشتۍ روانه وه چې د امریکايي ځواکونو لخوا په نښه شوه.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د برید له امله کشتۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې او په کې سپاره د نشه یي توکو ۱۱ تنه قاچاقبران وژل شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د سې شنبې په ورځ د امریکايي پوځي عملیاتو په ترڅ کې د وینزویلا د «ټرین ډي آراګوا» ډلې غړي په نښه شوي، دا کشتۍ په نړیوالو اوبو کې وه او امریکا ته یې په غیر قانوني ډول ډول نشه یي توکې لیږدول.
د رسنیو راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر د خپلې ټولنیزې رسنۍ پوسټ سره یوه ویډیو هم شریکه کړې چې په هغې کې یوه وړه کشتۍ د اور په لمبو کې ښودل شوې ده.
بل اړخ ته، د وینزویلا د مخابراتو وزیر پر ټولنیزو رسنیو بې له کوم ثبوت وړاندې کولو د ټرمپ لخوا شریکه شوې ویډیو د مصنوعي ذهانت په مرسته جوړه شوې ویډیو بللې ده.