افغانستانخبرونه

د ختیځ افغانستان زلزلې ۲۶۰ زره ماشومان اغېزمن کړي

کابل ټیلیګراف د وږبي ۱۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د ماشومانو د ژغورنې سازمان وايي چې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له ۲۶۰ زرو څخه زیات ماشومان اغېزمن شوي دي.

دې سازمان په یوه راپور کې ویلي چې د دې زلزلې له امله ۲۸۰ نور ماشومان بې مور او پلار پاتې شوي دي.

د اعلامیې له مخې، زلزلې له ۵ زرو څخه زیات کورونه ویجاړ کړي او کورنۍ اړ شوي چې یا په خېمو کې یا په خلاصه فضا کې خوب وکړي.

دغه سازمان وايي چې ځینې کورنۍ د غنمو کڅوړو څخه د بستر په توګه ګټه اخلي.

د افغانستان لپاره د دې سازمان د دادخواهۍ مسووله سمیرا سید رحمان وویل: “د کورونو ویجاړېدو او د خپلوانو او عزیزانو د مرګ یا ټپي کېدو له امله، ماشومان د ضایعاتو دروند بار پر اوږو وړي او د زلزلې دوامداره ټکانو هغه وېره راژوندۍ کوي چې د زلزلې پر مهال یې تجربه کړې.”

هغې زیاته کړه: “په څو ثانیو کې، د زرګونو ماشومانو هر څه له لاسه ورکړل. په کونړ کې ما هره کورنۍ ولیدله چې څو غړي یې له لاسه ورکړي وو. دا د ماشومانو لپاره وحشتناک وخت دی. هغه وېره او غم چې ماشومان یې له ځان سره وړي، د ویجاړیو په پاکولو سره نه ختمیږي.”

دا په داسې حال کې ده، چې لا هم د هېواد په ختیځ کې د زلزلې پرلپسې ټکان جریان لري.

د دغه زلزلې له امله ۲۲۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.