افغانستانخبرونه

ننګرهار او کونړ تر نن سهار د زلزلې پرلپسې ټکانو لړزولی

کابل ټیلیګراف د وږبي ۱۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د ننګرهار او کونړ په ګډون د هېواد ګڼ شمېر ولایتونه د پرلپسې زلزلې له امله لړزیدلي.

د را پورونو له مخې؛ نن سهار شپږ بجې او ورپسې شپږ او ۴۷ دقیقې هم په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د زلزلې ټکان محسوس شوي دي.

د تېرې شپې راهیسې د زلزلې له امله د ننګرهار په دره نور او کوز کونړ ولسوالیو کې د یو شمېر کورونو چتونه غورځیدلي، دغه راز په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله د ۲ میرمنو په ګډون د ۱۷ تنو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

د امریکا د ځمکې پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، د دې زلزلې مرکز د کونړ ولایت د مرکز اسعدآباد سویل-لویدیځ ته و او د ځمکې په ۹.۱ کیلومتره ژوروالي کې رامنځته شوه.