
کابل ټیلیګراف د وږبي ۱۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د کورنیو او قبایلي چارو وزارت د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي، چې د امنیتي اندېښنو له امله به نن او سبا د بلوچستان په ټولو سیمو کې نن او سبا انټرنیټ خدمتونه قطع وي.
په دغه اعلامیه کې ویل شوي، دا خدمتونه به نن ماښام شپږ بجې رسما قطع شي او تر د سپټمبر میاشتې په شپږمه به د شپې نهه بجې بیرته فعاله شي.
تر دې وړاندې هم پاکستاني پوځ په بلوچستان کې د عملیاتو د ترسره کېدو پر مهال انټرنیټي او ټلیفیوني خدمتونه ځنډولي و.