
کابل ټیلیګراف د وږبي ۱۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د را پورونو له مخې؛ یوې امریکايي محکمې د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د نرښځيانو ضد پالیسې د عملي کولو مخنیوی وشو.
د امریکا د استیناف محکمې ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت مکلف دی چې نرښځیانو ته د دوی د شناخت له مخې پاسپورټ ورکړي.
د استیناف محکمې په وینا، حکومت نشي کولی د جنسي شناخت پر بنسټ د پاسپورټ ورکولو څخه انکار وکړي.
محکمې د ټرمپ حکومت لخوا د نرښځیانو پر ضد د پالیسې په عملي کولو بندیز ولګاوه.
ټرمپ د دویم ځل ولسمشر کېدو د لوړې په مراسمو کې ویلي و، چې هېواد کې به یې یواخې نر او ښځې په پوځ، پوهنتون، ښوونځیو او ادارو کې د کار اجازه ولري او نرښځیان به د پوځ له لیکو څخه هم ویستل شي.