
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ پرون جمعه په یو فرمان کې د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون رسماً د «جګړې وزارت» نومولی دی.
ټرمپ د دغه وزارت د نوم بدلولو پرمهال ویلي چې دا اقدام یې د خپل هېواد د نظامي قدرت د ښودنې لپاره کړی دی.
د ډونالډ ټرمپ په وینا دفاع وزارت نوم تر ډېره دفاعي بڼه درلوده، خو امریکا په تهاجمي حالت کې ده او ځکه یې د دفاع وزارت نوم د «جګړې وزارت» ته اړولی دی.
د امریکا ولسمشر سپینې ماڼۍ ته تر ننوتو وروسته بېلابېل فرمانونه لاسلیک کړل او په یاد هېواد کې ډېر بنسټیز بدلونونه راوستي دي.
د ډونالډ ټرمپ په مراسمو کې ډېر داسې فرمانونه هم وو چې په لاسلیک کولو سره یې یاد هېواد له ډېرو نړیوالو بنسټونو بېرون کړی، چې یو له هغې د روغتیا نړیوال سازمان دی.
په دې سربېره ټرمپ ځینې امریکايي رسنۍ هم وتړلې او له بېلابېلو دولتي ادارو یې زرګونه کارمندان هم له دندو لرې کړل.