
کابل ټیلیګراف – ۱۵ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
لغمان کې د طالبانو امنیه قومانداني ویلي چې په مهترلام ښار کې د واده مراسمو پر مهال په شخړه کې یو تن وژل شوی، خو یوه باوري سرچینه وایي چې وژل شوی ځوان د دغه ولایت د دولتشاه ولسوالۍ د پخواني ولسوال زوی دی او شخړه د طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو له امله رامنځته شوې ده.
تېره ورځ لغمان کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و چې د دغه ولایت په مرکز مهترلام کې د یوه واده د مراسمو پر مهال د شخړې له امله یو کس وژل شوی او په تړاو یې درې کسان نیول شوي دي.
دغه پېښه تېره شپه د مهترلام ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند په «بابا صاحب کمپ» سیمه کې شوې وه.
سرچینې لیکلي چې پېښه د یوه واده په مراسمو کې له لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې چې له امله یې د عباس په نوم یو ځوان وژل شوی دی.
امنیه قوماندانۍ لیکلي چې له پېښې وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او درې کسان یې له درې میله کلاشینکوفونو سره نیولي دي.
سرچینې زیاته کړې چې نیول شوي کسان به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
وژل شوی کس څوک دی؟
یوه باوري سرچینه کابل ټیلیګراف ته وایي چې په دغه شخړه کې وژل شوی ځوان د حاجي صبور په نوم د یوه طالب ولسوال زوی دی.
دی وایي چې دغه شخړه د طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو له امله رامنځته شوې ده.
هغه زیاتوي چې د وژل شوي کس پلار، حاجي صبور، مخکې د لغمان ولایت د دولتشاه ولسوال و او وروسته ختیځو نورو ولایتونو ته بدل شوی دی.
دی وایي چې تر دې مخکې هم د طالب د دغو چارواکو د اختلافاتو پېښې ثبت شوې وې او دا ځل یې د همدې اختلافاتو له امله زوی وژل شوی دی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، له پېښې وروسته د حاجي صبور په هڅو درې کسان نیول شوي دي چې هغوی هم طالبان دي او وسلې هم ورسره نیول شوې دي، خو په دې اړه به نور جزئیات وروسته خپاره شي چې پېښه ولې او څنګه او د چا له لوري رامنځته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې ورته پېښې شوې او طالبانو جنګیالو او چارواکو د اختلافاتو له امله یو بل ته مرګژوبله اړولې ده.










