
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر OCHA)) لس میلیونه ډالر ختیځ کې د وېجاړوونکي زلزله ځپلو د مرستې لپاره ځانګړي کړي.
دا خونړۍ زلزله د تېرې یکشنبې په شپه وشوه چې د کونړ، لغمان، ننګرهار، نورستان او پنجشېر ولایتونه یې اغېزمن کړل.
دغې زلزلې په کونړ کې تر ټولو ډېر تلفات او ورانۍ رامنځته کړې.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د پنجشنبې په ورځ وویل، یوازې په کونړ ولایت کې د مړو شمېر ۲۲۰۵ تنو ته رسېدلی او ۳۶۴۰ نور ټپیان دي.
د ژغورنې عملیات لا هم روان دي، خو تر دې وړاندې کونړ کې د طالبانو مرستیال والي له بي بي سي سره مرکه کې ویلي، چې د مړو د ایستلو او ټپيانو د لېږد بهیر بشپړ شوی دی.
په یوه خبري غونډه کې د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو د همغږي کوونکي ټام فلېچر له قوله وویل له زلزلې څو ساعته وروسته OCHA له ګډو صندوقونو لس میلیونه ډالر د مرستو د پیل لپاره ځانګړي کړل.
بله خوا، د بنګلهدېش بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان زلزلهځپلو لپاره د دې هېواد د بشردوستانه مرستو جوپه کابل ته رسېدلې.
دغه وزارت ویلي، چې بنګلهدېش د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی.