افغانستانخبرونه

ختیځ کې خیریه بنسټونه له انځور اخیستنې منع شول

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

ننګرهار کې د طالبانو عدلیې ریاست په يوه خبرپاڼه کې ټولو خیریه بنسټونو ته «جدي سپارښتنه» کړې، چې د مرستو وېش پر مهال د اسلامي او افغاني ارزښتونو درناوی وکړي.

د ننګرهار ولایت مقام له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، خیریه بنسټونه دې د مرستو وېش پر مهال په ځانګړې توګه له مېرمنو او نجونو انځور نه اخلي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دا چاره د خلکو د حاسیستونو د راپارېدو سبب کېږي.

دا پرېکړه داسې مهال کېږي، چې په وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو پر خیریه بنسټونو نیوکه کوله، چې د خپلو لږو یا ډېرو مرستو د وېش پر مهال ټولنیزو حساسیتونو ته پام نه کوي.

د نظر خاوندان هم د طالبانو دا ګام مهم بولي او ټینګار کوي، چې خیریه بنسټونه دې په خپل سري ډول له مېرمنو، ماشومانو او نجونو د مرستو وېش پر مهال له انځور اخیستلو او عکاسۍ ډډه وکړي.

دا غږ وروسته له هغې پورته شو، چې د هېواد ختیځ کې د زلزلې له امله د نارینه وو ترڅنګ زرګونه ښځې او نجونې هم ټپي او یا هم زیانمنې شوې، چې اخیستل شویو انځورونو یې غبرګونونه راوپارول.

د ننګرهار لپاره د طالبانو ولایت مقام له خیریه بنسټونو مننه هم کړې، چې د زلزلې پر مهال او وروسته یې هم زیانمنو ته مرستې رسولې دي.

بل لورته بیا د نظر خاوندان له طالبانو غوښتنه کوي، چې دا اقدام په ټول هېواد کې عملي کړي.

دوی وایي، ځینو خیریه بنسټونو ټولنیز حساسیتونه تر پښو لاندې کول او له دې لارې به یې د خلکو مرستې راټولې او بیا به یې ټوله مرسته اړمنو ته هم رسوله.