افغانستانلوبې

د درې اړخیزه لوبلړۍ پایلوبه کې؛ افغانستان او پاکستان سره مخامخ دي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال

‏افغان کرکټ ملي لوبډله نن د کابل پرمهال ماښام «اووه نیمې بجې» د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سره د درې اړخیزې لوبلړۍ په پایلوبه کې مخامخ کېږي.

د متحده عربي اماراتو، پاکستان او افغانستان ترمنځ درې اړخیزه لوبلړۍ د تېرې اګست میاشتې په ۲۹مه نېټه پیل شوې وه.

کوربه امارات لوبډله د څلور واړو لوبو په بایللو سره له دې سیالۍ بهر شوه.

په دې لوبلړۍ کې افغانستان او پاکستان له څلورو لوبو درې ـ درې لوبې وګټلې او دواړه لوبډلې پایلوبې ته را ووتلې.

دواړه لوبډلې تر دې وړاندې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې دوه ځل سره مخامخ شوي، چې یوه پاکستان او یوه افغانستان ګټلې ده.