افغانستانخبرونهځانګړي برخه

تېره یوه اونۍ تر یو لک ډېر کډوال له ایران او پاکستانه را ایستل شوي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال

‏ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې تېره یوه اونۍ له ایران او پاکستان ۱۷ زره ۴۲۹ کورنۍ هېواد ته راستانه کړای شوي دي.

د طالبانو یاد وزارت زیاتوي، چې د دغو کورنیو د غړو شمېر  یو لک ۷ زره ۳۷ تنه کیږي.

یاد وزارت ویلي، پر دغو کورنیو حکومت ۱۶۳میلیونه ۶۲۰ زره افغانۍ نغدې مرستې وېشلې دي.

د طالبانو د کډوالو وزارت زیاته کړې، بېرته راستنو شویو کورنیو ته یې د نغدي مرستو ترڅنګ د خوړو، پاکو اوبو، وړیا ټرانسپورټ، سیمکارتونو او روغتیایي چوپړتیاوو خدمات هم برابر کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان کې د تېرې اګست میاشتې په ۳۱مه نېټه د پي او آر کارت لرونکو افغان کډوالو مودې تر پای ته رسېدو وروسته له یاد هېواده د کډوالو د راستنېدو لړۍ چټکه شوې.