
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې له زلزلهځپلو افغانانو سره یې ۲۶۵ ټنه مرسته ور ولېږله.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مرستې یې په ۱۴ لاریو کې بار په حیرتان بندر کې د طالبانو حکومت ته سپارلې ده.
د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې مرسته کې خوراکي توکي او درمل شامل دي.
بلخوا متحده عربي اماراتو ویلي چې افغانستان ته ېې د ۴۰ ټنه خوراکي او استوګنیزو توکو یوه الوتکه د هېواد ختیځو سیمو کې زلزلهځلو ته د مرستې په موخه را روانه کړې ده.
د راپورونو له مخې چې د دې ترڅنګ د يوې بېړنۍ مرستندويه کښتۍ د را لېږلو امر هم شوی چې خوراکي توکي، د استوګنې وسايل او درملیزې مرستې بار دي، څو د افغانستان له ولس سره مرسته وکړي او د زلزلهځپلو کړاو راکم کړي.
متحده عربي اماراتو تر دې مخکې هم له زلزلهځپلو افغانانو سره بېړنۍ مرسته کړې وه.
د دې ترڅنګ د هند او چین په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو هم د زلزلهځپلو د بېړني لاسنیوي په موخه خپلې مرستې رالېږلې وې.
تازه کابل کې د ايران سفارت وايي د افغانستان په ختيځ کې یې له زلزله ځپلو سره د مرستو بله جوپه کابل ته رسېدلې ده.