افغانستانخبرونه

د زلزله ځپلو لپاره د چین لومړنۍ مرستې کابل ته ورسېدې

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د چین له لوري د افغانستان زلزله ځپلو لپاره لېږل شوې لومړنۍ بیړنۍ بشري مرستې د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د وږي ۱۶مه) کابل ته ورسېدې.
دغه مرستې، چې د چین د حکومت له خوا د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره په بیړني ډول ترتیب شوې وې، د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې ترلاسه شوې.

د راپورونو له مخې، د چین په دغه مرستو کې خوراکي توکي، روغتیايي تجهیزات، کمپلې، خیمې او نور اړین توکې شامل دي، چې د زلزله ځپلو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره لېږل شوي دي.

د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې ویلي، دغه مرستې به د زلزله ځپلو سیمو کونړ او نورو اړوندو ولایتونو  کې په بیړني ډول اړمنو ته وویشل شي.