
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو تر واک لاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې ویاند د کونړ ولایت وروستۍ زلزله یوه “انساني ناورین” بللې او ویلي یې دي، په ځینو سیمو کې لا هم امکان لري چې د خلکو مړي د ودانیو تر کنډوالو لاندې پاتې وي.
نوموړي زیاته کړې، د دې ادارې څوارلس کمیټې، لکه د سروې، وېش او د شهیدانو او ټپیانو د لېږد کمیټې، د نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو په همکارۍ شپه او ورځ د مرستو او رسیدګۍ په حال کې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د کونړ د طالبانو مرستیال والي په دغه ولایت کې د زلزله ځپلو د قربانیانو د لټون د عملیاتو د پای خبر ورکړ.
که څه هم طالبانو د زلزلې د مرګ ژوبلې تازه ارقام نه دي ورکړي، خو دوه ورځې مخکې یې په دغه زلزله کې د ۲۲۰۰ تنو د مړینې او ۳۷۰۰ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی وو.