
کابل ټیلیګراف د وږي ١٧مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د درې اړخیزه لوبو جام د پاکستان په بریا پای ته ورسېد.پایلوبه د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترسره شوه چې د لوبې پچه د پاکستان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د پاکستان لوبډلې د ټاکلو شلو اورونو په لوبولو یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۱ منډې وکړې او سیالې افغان لوبډلې ته یې د ۱۴۲ منډو هدف ورکړ.
په لومړۍ پاڼۍ کې راشد خان د پاکستان درې لوبغاړي، نور احمد او فضل حق فاروقي دوه دوه لوبغاړي او عضمت الله عمرزي یو لوبغاړی وسوځول.
په مقابل کې یې افغان لوبډلې د ۱۵ اعشاریه ۵ اورونو په لوبولو سره یوازې ۶۶ منډې ترسره کړې او د ۷۵ منډو په توپیر یۍ لوبه بایلودهذاو لوبلړۍ د پاکستان په ګټه تمامه شوه.
د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د کرکټ درې اړخیزه شل اوریزه سیالۍ د اماراتو په کوربتوب ترسره شوې چې کوربه لوبډلې په کې یوه لوبه هم نه ده ګټلې.