
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال
نن شپه، افغانستان او د نړۍ یو شمېر نور هېوادونه د یوې نادرې پېښې شاهدان دي؛ د سپوږمۍ نیول کېدل یا خسوف.
د ناسا فضایي ادارې نن مازیګر ویلي، وو، چې دا پېښه د ماښام په ۷:۵۸ بجو پیلېږي، په ۱۰:۴۱ بجو به خپل اوج ته ورسېږي او تر نیمې شپې ۱:۲۵ بجو پورې به دوام ولري.
دا پېښه به د افریقا، اروپا، آسیا او آسترالیا په ډېرو برخو کې ولیدل شي.
بشپړ سپوږمۍ نیونه (ټولیز خسوف) هغه وخت رامنځته کېږي چې ځمکه په بشپړ ډول د لمر او سپوږمۍ تر منځ واقع شي، او د ځمکې سیوری په بشپړه توګه پر سپوږمۍ ولګېږي.