افغانستانخبرونهعجایب

د جمعه‌خان جسد ۳۸ کاله وروسته خاورو ته وسپارل شو

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال

سرچینې وایي، د بدخشان په نسي‌درواز ولسوالي د پخواني شوروي اتحاد پرو ړاندې د جګړې پرمهال د یادې ولسوالي یو اوسېدونکی د یادې ولسوالۍ پر لویه لاره ورک شوی و چې پرون شنبه، وږي ۱۵مه یې، روغ جسد موندل شوی دی.

د سرچینې په وینا، د نوموړی جسد د ویدغز بند کې ورک شوی و چې پرون یکشنبه د کنګل شویو یخونو له اوبو‌کېدو سره د هغه جسد پیدا شوی دی.

ویل کېږي چې دغه کس جمعه‌خان نومېده او ۳۸کاله وړاندې ورک شوی و چې اوس یې، جسد روغ وموندل شو.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې د نوموړي جسد د هغه د کورنۍ او خپلوانو له لوري همالته خاورو ته سپارل شوی دی.