افغانستانځانګړي برخهراپورونه

طالبانو ته د امریکا ګوڅنډنه: که امریکايي وګړي ناسم توقیف شي، سختو پايلو سره به مخ شئ

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال

په داسې حال کې چې يو افغان الاصله امریکايي وګړی محمود شاه حبیبي له طالبانو سره په بند کې دی، د افغانستان لپاره د امریکا سفارت په یو تازه بیان کې ويلي، په بهر کې د امریکايي وګړو د ناسم توقیف څخه د ساتنې لپاره امریکايي ولسمشر نوی پيغام نشر کړی دی.

په دغه پيغام کې که څه هم مستقیماً طالبانو ته نه دي ويل شوي خو ښکاري داسې چې طالبانو ته يوه ګوتڅنډنه کېږي که يو امریکايي وګړی د معاملې لپاره د وسيلې په توګه وکارول شي نو له سختو پايلو سهر به مخ شي.

د امریکا تازه پرېکړه

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیر ډان براون په یو تازه پيغام کې ويلي، د متحده ایالاتو د ولسمشر نوی اجرایوي فرمان چې په بهر کې د امریکایی وګړو د ناسم توقیف څخه د ساتنې لپاره صادر شوی، یو بې ساری ګام دی.

هغه زیاته کړې: ((د هغو هیوادونو ټاکل چې د ناسم توقیف ملاتړ کوي یو روښانه پیغام لیږدوي، که تاسو هڅه وکړئ چې یو امریکایی وګړی د معاملې لپاره د وسیلې په توګه وکاروئ، نو تاسو به له سختو پایلو سره مخ شئ.))

ډان براون چې د سفارت سرپرست شارژدافیر دی، نږدې میاشت وړاندې د پخوانۍ شارژدافیرې آغلې کرن ډیکر ځایناستی ټاکل شوی دی. نوموړی تر دې وړاندې د شارژدافیر مرستیال و چې له څلورو کلونو راهیسې یې دغه دنده ترسره کړې وه.

د محمود شاه حبیبي نيول

د امریکا د فدراسي پوليسو ادارې (اف.بي.اي) د اګسټ په ۱۰مه اعلان وکړ، هر څوک چې د افغان الاصله امریکايي وګړي محمود شاه حبیبي په اړه چې له درېیو کلونو راهېسې ورک دی، معلومات شریک کړي، پنځه ميليون ډالر جایزه به ورکړي.

په دغه اعلان کې د حبيبي په اړه د (ورک شوي) کلیمه کارول شوې او يادونه په کې شوې چې حبيبي د طالبانو د استخباراتو له لوري د ۲۰۲۲ کال په اګسټ کې نيول شوی او تر اوسه نادرکه دی.

د دغې اطلاعیې د معلوماتو له مخې، د طالبانو استخباراتو د حبیبي ترڅنګ د هغې ادارې چې حبیبي په کې کار کولو ۲۹ نور کار کوونکي يې هم طالبانو نيولي وو خو هغوی ټول ازاد شوي دي. دا اداره (د اسیا مشورتي ډله) نومېده او د مخابراتي ټیکنالوجۍ برخه کې یې کار کولو.

د طالبانو د استخباراتو له لوري په تېرو څلورو کلونو کې چې پر افغانستان واکمن شوي، ځينې نور امریکايي وګړي چې افغانستان ته د سیاحت او یا هم مرستو په نوم راغلي وو، نيولي وو، خو د امریکايي او طالبانو د ديپلوماتانو ترمنځ په دوحه او کابل کې تر مذاکراتو وروسته ازاد شوي دي.

د بايډن حکومت د محمودشاه حبیبي کورنۍ ته ډاډ ورکړی و چې هغه به هم ازاد کړي خو دا دا ژمنه تر اوسه لا عملي شوې نه ده. د ۲۰۲۵ کال د مارچ په میاشت کې د زندانیانو په چارو کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي آډم بولر، د يو شمېر پخوانيو او اوسنيو ديپلوماتانو په ملتیا کابل ته لاړل او له طالبانو سره تر خبرو اترو وروسته يې يو امریکايي بندي ازاد کړ؛ خو د ټرمپ د حکومت په ډېر ټينګار سره حتی طالبانو د هغوی په زندانونو کې د محمودشاه حبیبي شتون هم رد کړ.

د طالبانو عمومي وياند ذبیح الله مجاهد د جولاي په لومړیيو کې يوه بیانیه ورکړې وه چې په کې يادونه شوې وه چې د محمودشاه حبیبي په نوم کس د دوی په زندانونو کې موجود نه دی.

د امریکا تازه پرېکړې ته د خلکو غبرګون

سره له دې چې د محمودشاه حبیبي په تړاو تر اوسه کوم معلومات نشته او امریکا يې هم په اړه پڅ اقدام کوي، ځينې افغانان د امریکا دا تازه پرېکړه خندونکې ګڼي او وايي چې حبیبي له څلورو کلونو بندي دی خو په تړاو يې هېڅ اقدام نه دی شوی.

د ساحل پښتون په نوم يو کس پر خپل اېکس پاڼه لیکلي چې دا څرګندونې يوازې د فلمي نړۍ خبرې دي چې حقیقت کې هېڅ هم موجود نه وي.

هغه زیاته کړې: ((فقط ډوزي دي دا څو یم کال دی چې طالبانو محمود شاه حبیبي په زندان کې اچولی ستاسو یو کوچنی اقدام وښایئ چې تاسې ترسره کړی وي ښاغلی ډان تاسې او ستاسې ډله اوس دوه کلن ماشوم هم پیژني چې ډوزماران یاستئ او فقط لویي خبرې کولی شئ نه عمل.))

د عباس ازره وال په نوم يو بل کس ليکلي: ((تاسې امریکایان هم عجیبه منطق غږوئ، هغه امریکایان چې په نورو هیوادونو کې بندیان دي هغه نا عادلانه دي خو تاسې چې بندیان کړي هغه عادلانه دي. اوس بله لار نه لرئ چې په حپلو حریفو هیوادونو بندیزونه ولګوئ نو ځکه له دې اپشن کار اخلئ.))

د ریحان خان په نوم يو بل افغان د امریکا دا ډول فرمانونه او څرګندونې احمقانه او د نړۍ لپاره د منلو وړ ګڼلې دي.

هغه زیاته کړې: ((امریکا دې نور د نړۍ لپاره قاضي او څارنوال نه جوړیږي. ستاسو فرمان یوازې ستاسو لپاره ارزښت لري، نورو ملتونو ته د هغوی خپلواکي، قوانین او عدالت شته، نه د واشنګټن خوښې فرمانونه.))