
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ وایي چې روانه اوونۍ د ځینو اروپایي هېوادونو مشران په امریکا کې له هغه سره ویني او په انفرادي توګه د اوکراین پر جګړې ورسره خبرې کوي.
ټرمپ دا خبرې پرون یکشنبه په نیویارک کې خبریالانو ته وکړې.
هغه ویلي چې روانه اوونۍ د ځینو اروپایي هېوادونو له مشرانو سره یې د کتنې موخه د اوکراین پر جګړې بحث کول دي.
ټرمپ دا نه دي ویلي چې د کومو اروپایي هېوادونو مشران به د روانې دوشنبې یا سېشنبې په ورځو امریکا ته ورځي.
د رویټرز په راپور کې ویل شوي چې ډونالډ ټرمپ په وروستیو کې د روسیې لخوا پر اوکراین بریدونو اندېښمن کړی او ټینګار یې کړی چې د دې جګړې د پایتهرسولو لپاره به یو وار بیا له «ولادیمیر پوتین» سره هم وویني.
ډونالډ ټرمپ خبریالانو ته دا هم ویلي چې د اوکراین جګړې د ژر پایتهرسېدو هیله لري.
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې هم د فرانسې په ګډون د ځینو اروپایي هېوادونو له مشرانو سره د اوکراین جګړې په اړه غږېدلی و، او د دې جګړې د پایتهرسېدو لپاره یې د امریکا په «الاسکا» کې د روسیې له ولسمشر، ولادیمیر پوتین سره یوه بېپایلې کتنه هم کړې وه.