
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د سوریې هېواد د مؤقت ولسمشر میرمن لطیه الدروبي پرون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې له پوهنتون فارغه او د خپل خاوند له لورې ورته فراغت لیک ورکړل شو.
میرمن الدروبي د سوریې د النصر والتحریر اړوند ادلب پوهنتون د هنرونو او بشري علومو له پوهنځي خپلې لوړې زده کړې ترسره کړې.
د هغې د فراغت په مراسمو کې د سوريې مؤقت ولسمشر احمدالشرع هم ګډون کړی و.
لطیفه الدروبي د سوریې د حمص ښار اوسېدونکې ده، او له بدلون وروسته، د سږ کال په فبرورۍ کې په لومړی ځل د ولسمشر احمد الشرع سره د ترکیې او سعودي عربستان په سفرونو کې ولیدل شوه.
د سوریې ولسمشر الشرع په بېلا بېلو وختونو کې ویلي، کله چې هغه د شام د کورنۍ جګړې پر مهال په غرونو کې پټ ژوند کاوه، نو د هغه مېرمن تل ورسره ولاړه وه.