
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د را پورونو له مخې؛ په روان کال کې ۲۹ زره غیر قانوني کډوال بریتانیا ته داخل شوي، په داسې حال کې چې تېر کال په همدومره موده کې یاده شمېر یواځې ۲۱ زره تنه وه.
د بریتانیا د رسنیو د راپور له مخې، په بریتانیا کې د غیرقانوني کډوالو د راتګ لړۍ دوام لري او سږ کال دا شمېره زیاته شوې ده.
د یاد هېواد د کورنیو چارو وزیرې شبانې محمود ویلي، انساني قاچاق وړونکي د سرحدي امنیت لپاره ګواښ دي، او د فرانسې سره د یو پر یو تړون له مخې به ډېر ژر د کډوالو ایستل پیل شي.
څو ورځې وړاندې بریتانیا په یوه ناڅاپي اقدام کې زده کړیالانو ته د هغوی د کورنیو ویزې ورکول تر نا معلوم وخته پورې وځنډولې.