
لیکنه: فضل رحیمي
داسې لوبډله انتخاب شوې ده چې هر لوبغاړی کولای شي هر وخت د لوبې بڼه بدله کړي او یا یې هم په یواځې ځان لوبه وګټی هر یو کې دا وړتیا شته فقط لږ فکر سره مخکې تګ پکار دی.
تېره شپه مونږ ښه کرکټ وکړ بلکل مو سیالۍ یو طرفه وکړه او بریا مو هم ترلاسه کړه، که مونږ غواړو اسیا جام وګټو یا بهترین ولوبېږو، باید سل فیصده زحمت وباسو.
مونږ بیګا تقریبا ۴۲ ډاټ توپونه ولوبول چې دا په دغه فارمټ کې لوړ تعداد دی، مونږ دا فیصدي باید کمه کړو سټرایک روټیشن هر وخت او هر بڼه کې د لوبو ضرور دی، عضمت بیګا راتګ سره د تېرو لوبو په پرتله په لومړي ۵ توپونه پڼځه منډې یاسینګلې واخستې دا هغه څه و چې نوموړی یې ډاډه کړه او عالي پاڼۍ یې وړاندې کړه،
یوه او دوه منډې ترلاسه کول به مو لوبغاړي هم ډاډه کړي او
ملګرتیا ترڅنک به غټو شاټونو وهلو زمینه هم برابره کړي
زمونږ پاتې لوبې د بنګال او سریلنکا سره دي مونږ د سټرایک روټیشن تر څنک باید فیلډینګ یا ډګر سانتې برخه باندې هم زیات کار وکوو، کرکټ یواځې د توپوهنې او توپ اجونې لوبه نده، ډګر سانته داسې برخه ده که ته په یوه شل اوریزه لوبه کې 300 هم جوړې کړې ډګر سانته دې ښه نه وي نو منډې دې ممکن هیس ګټه درته ونکړي.
سرینکا او بنکال داسې ټیمونه دي چې هم توپوهنې برخه هم سلو اچوني او چټک توپ اچونې برخه یې ډېره عالي ده، مونږ ته فقط پکار دي چې خپل ښه کرکټ وکړو دوی مونږ بار بار مات کړي او دا ځل به یې هم ماتوو .
ډګر سانته ډېره مهمه برخه ده په یوه منډه لوبه ګټل کیږي او په یوه منډه بایلل کیږی، یو ښه کیج یو ښه رن اوټ یوې څلوریزې ایسارول د لوبې نقشه بدلولی شي، مونږ بیګا هم کیچونه وغورځول باید دلته ډېر متوجې اوسو مونږ د اسیا غوره لوبډلو څخه یو او دلته یې باید ثابت یې هم کړو چې مونږ رښتیا هم بهترین یو دا هرڅه هغه وخت امکان لري چې مونږ میدان کې خپل سل فیصده خواري او زحمت وکړو.
بیګانۍ ماتې سره سریلنکا او بنګال هم ورخطا دی، ،ډېر ښه کرکټ مو وکړ زمونږ لوبډله همداسې کرکت ته جوړه او مشهوره ده.
مونږ قوي راګرځو، انشااالله