افغانستانخبرونهراپورونه

مدني فعالې پتینګړې کاکۍ ستره محکمه کې د طالبانو پر عدلیې وزیر عریضه کړې

کابل ټیلیګراف – ۱۸ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

ټولنیزې، مدني او د ښځو د حقونو فعالې او په ټولنیزو پاڼو کې پېژندل شوې مشهورې څېرې، ندیمې کاکۍ (پتینګړې کاکۍ) په ستره محکمه کې د طالبانو پر عدلیې وزیر، عبدالحکیم شرعي عریضه کړې ده.

ندیمې کاکۍ له ډېرې مودې راهیسې په کابل ښار کې ژوند کاوه، د ښځو حقونو ترڅنګ یې پر اړمنو خلکو مرستې هم ویشلې خو د روان کال وري میاشت کې د طالبانو له لوري ونیول شوه او له میاشتو بند وروسته بېرته خوشې شوه.

کابل ټيلیګراف د یوې عرض پاڼه کاپي ترلاسه کړې ده چې په کې ښکاري کاکۍ اوس مهال په ستره محکمه کې د طالبانو پر عدلیې وزیر عریضه کړې ده او په دغه عرض پاڼه کې یې لیکلي چې هغه د طالبانو د عدلیې وزیر، عبدالحکیم شرعي له خوا نیول شوې ده.

یوه باوري سرچینه کابل ټيلیګراف ته وایي چې هغه بې ګناه وه، محکمې هم کومه ګناه پرې نه وه ثابته کړې او شرعي د کاکۍ له کورنۍ سره د شخصي شخړو له امله هغه په کابل کې نیولې ده.

په دغه عریضه کې د ندیمې کاکۍ له لوري د عدالت غوښتنه کړې ده.

سرچینه زیاتوي چې دغه عرض پاڼه د خوست د یو شمیر ځوانانو له لوري تعقیب کیږي او محکمې به ورته ورځ ځانګړې کوي او په هغه ورځ به د طالبانو عدلیې وزیر د ځواب لپاره سترې محکمې ته غوښتل کیږي ترڅو خپل وضاحت ورکړي.

د سرچېنې په خبره، دغه راز په خوست ولایت کې هم یو شمیر قومي مشرانو د عدلیې وزیر څخه غوښتې چې د پتینګړۍ کاکۍ د نیول کېدو په اړه د خوست له خلکو بښنه وغواړي او هلته خوست ته دې عذر ته ورشي.

تر دې مخکې هم ځینو نورو کسانو کابل ټیلیګراف سره په خبرو کې ویلي و چې شرعي له خوستوالو سره د ځمکو پر سر شخصي تربګنۍ پالي او دوی نور زیاتې تر په تنګ راغلي دي.

عبدالحکیم شرعي څوک دی؟

مولوي عبدالحکیم شرعي صاحب، د دین محمد زوی او د باز محمد لمسی، په ۱۳۴۰ هجري لمریز کال د خوست ولایت د لکڼو قوم د ایوب‌خېلو په کلي کې زېږېدلی دی.

لومړنۍ زده‌کړې یې د ظاهرشاه د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې د لکڼو په لېسه کې کړې او په ۱۳۵۶ هجري لمریز کال کې د خوست ولایت په یوې ځایي مدرسې فیضان‌العلوم لکڼو کې یې له ځایي علماوو څخه دیني زده‌کړې پیل کړې، او په ۱۳۵۷ کال کې له ټولې کورنۍ سره پاکستان ته ولاړ.

 عبدالحکیم شرعي د برهان الدین رباني د حکومت په دوره کې په اهل الحل والعقد شوریٰ کې د خپلې سیمې د خلکو له‌خوا وکیل وټاکل شو، او د طالبانو په تېره دوره کې لومړی د زابل ولایت والي وټاکل شو، له هغه وروسته د طالبانو د مشر له لوري د زغره‌والې لوا د مسئول په توګه موظف شو، بیا د میدان وردګ ولایت د والي په توګه وټاکل شو، بیا  د عدلیې وزارت د مالي او اداري معین په توګه یې وګمارل شو.

هغه د پخواني حکومت پر مهال زنداني او دوه کاله یې په د بګرام په زندان کې تیر کړي دي او په ۱۴۰۰ کال پر افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنۍ را وروسته د طالبانو د عدلیې وزیر په توګه وګمارل شو او تر نن ورځې د دغه وزارت چارې پر مخ وړي.

خو ځینو کسانو کابل ټیلیګراف سره په خبرو کې ویلي، له هغې ورځې چې شرعي پر دغه دنده ګمارل شو، خپلې سرې، غیرقانوني اقدامات کوي او ان په ځینو مواردو کې د خوست ولایت اوسېدونکو سره پخوانۍ شخصي عقدې پالي.

د عبدالحکیم شرعي د ځینو نورو غیرقانوني کړنو بیلګې

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۳ کال د لړم په میاشت کې د طالبانو د عدلیې وزیر د ولسي جرګې پخوانی غړی مولوي تره‌خېل هم دغه وازار ته ور غوښتی و او بیا یې زنداني کړی وو.

هغه د ځمکو پر غصب تورن و،  خو په میاشتو میاشتو د شرعي له لوري زنداني شو، کورونه او ځمکې ترې واخیستې او د کورنۍ غړي یې په وار وار توبې او د بښنې غوښتلو ته مجبور کړ.

دغه راز د همدې کال په کب میاشت کې شرعي په ولسي جرګې کې د لوګر د خلکو استازی حیدرجان نعیم زوی هم ونیوه او څو اونۍ یې بندي او بیا یې بېرته خوشې کړل.

نعیم زوی په وار وار له رسنیو سره په خبرو کې شرعي د شخصي عقدو پر پالوو تورن کړی و.

له هغه وروسته داسې راپورونه هم خپاره شول چې عبدالحکیم شرعي په عدلیې وزارت کې یو شخصي زندان جوړ کړی او خلک په کې په ورځو ورځو ساتل کیږي.