خبرونهنړۍ

قطر وايي، د اسراییلو برید به بې‌ ځوابه پاتې نه‌ شي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د قطر لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمدبن عبدالرحمان ال‌ثاني د اسراییلو برید پر خپل هېواد «له خیانته ډک» بللی او ویلي یې دي چې دغه برید به بې ‌ځوابه پاتې نه‌شي.

ال‌ثاني یادې څرګندونې د دوحې په یوې خبري ناستې کې وکړې.

نوموړي زیاته کړه چې د اسراییل کړنې د ملکیانو امنیت له ګواښ سره مخ کړی او د کړکېچ کچه یې بې‌ساري لوړه کړې ده.

د قطر لومړي وزیر همداراز وویل چې هېواد یې د حقوقي هڅو لپاره ځانګړې حقوقي ډله جوړه کړې، څو د اسراییل د برید پر وړاندې قانوني اقدام وکړي.

د راپورونو له مخې، د اسراییل پوځ پرون سه شنبه ماښام، د حماس د مشرانو یوه غونډه په دوحه کې د هوايي برید هدف وګرځوله چې په ترڅ کې یې د حماس پنځه غړي ووژل شول.

یاد برید ته د نړۍ ګڼ‌شمېر هېوادونو غبرګون ښودلی او د اسراییلو دغه اقدام یې غندلی دی.