
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د مالوماتو له مخې د ۲۰۲۶ شل اوریز نړیوال جام ښایي چې، د فبرورۍ له ۷مې څخه تر مارچ ۸مې پورې راتلونکی کال ترسره شي.
د دغو لوبو کوربه هېوادونه هند او سریلانکا دي. دغه نړیوال جام ته په هند کې ۵ لوبغالي او په سریلانکا کې ۲ لوبغالي په نظر کې نیول شوي.
د پایلوبې کوربه به احمداباد یا کولمبو کوي خو هغه مهال دا امکان لري، چې پاکستان پای لوبې ته ورسېږي.
کرکټ پوهان د لوبډلو حالت ته په کتو په دې باور دي چې ښايي پاکستانۍ لوبډله تر نیمه پایلوبې هم ونه رسېږي.
په ۲۰۲۶ نړیوال جام کې ۲۰ لوبډلې ګډون لري چې په ۴ ګروپونو وېشل شوي هر ګروپ کې به ۵ لوبډلې شاملې وي.
د هر ګروپ ۲ غوره لوبډلې به ۸ غوره لوبډلو ته لار پیدا کړي. سوپر ایټ پړاو کې به بیا ۲ ګروپونه وي هر یو کې به ۴ لوبډلې وي
د دواړو ګروپونو څخه به ۲ غوره لوبډلې نیمه پایلوبه ته لار پیدا کړي او ورپسې به فاینل وي.