کابل ښاريان: د معاملاتو لارښوونې دفترونو کمېشنکارۍ د کورونو کرایې لوړې کړي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال
په داسې حال کې چې د طالبانو عدلیې وزارت وايي، د کرایو د لوړوالي مخنيوي په موخه يې د څارنې ځانګړې ډلې جوړې کړي او له دغه بهير څخه څارنه کوي؛ خو په کابل ښار او د هېواد نورو ښارونو کې د کډوالو راتګ سره د کورونو کرایې لوړې شوې دي.
د هېواد پلازمېنه کابل تر ډېره د کرایو له لوړوالي سره مخ دی او د کورونو مالیکان هڅه کوي چې شته کرایه نشين په يوه او بله بهانه کور پرېښودو ته اړ کړي او کور بل چا ته په لوړه کرایه ورکړي.
عدلیې وزارت د څار ډلې جوړې کړي
د طالبانو په حکومت کې د عدلیې وزارت ویاند، برکت الله رسولي د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي، د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د کابل ښار په ټولو ناحیو کې د ساحوي څارنې ډلې جوړې کړې دي.
هغه ويلي، په دغه ټیم کې د امنیې قومندانۍ، استخباراتو، ښاروالۍ او اړوند ادارې ګډون لري. کمیټې پرېکړه کړې چې د کورونو کرایې د ۱۴۰۳ کال پرتله تر ۱۰ سلنې زیات نشي لوړېدای او د معاملاتو لارښوونې دفترونه مکلف دي له دې قاعدې سرغړونه ونه کړي که نه قانوني چلند به ورسره وشي.
د معاملاتو لارښوونې دفترونو کمېشنکاري
د کابل ښار اوسېدونکي وايي، د معاملاتو د لارښوونې دفترونه په دې وروستيو کې څو چنده زیات شوي او علت يې هم د قانون نشتوالی او یا هم نه پلي کېدل دي.
ښاريان وايي، د رهمنا دفتر لرونکي په کرایه د کور د ور کولو پرمهال د يوې میاشتې کرایه نیمايي د کور له څښتن او نیمایي له کرایه نشين د کمېشن په توګه اخلي.
د کابل ښاريان وايي، د معاملاتو لارښوونې دفترونه د خپل همدغه کمېشنکارۍ د دوام لپاره د کور مالک ته د لوړې کرایه هيله ورکوي او هغه اړ کوي چې شته کرایه نشين له کور بهر کړي.
د کابل ښار د لسمې حوزې اړوند د شهر نو سیمې يو اوسېدونکي رحمت الله کابل ټيلیګراف ته وويل: ((زه یو ځای کې اوسېدم کرایه سل ډالر وه، د کور مالک راسره جنجال جوړ کړ چې کرایه لوړوم، یو څه اندازه يې کرایه لوړه کړه، خو بیا څو میاشتې وروسته یې راباندې بیا کرایه لوړوله، اړ شوم چې کور پرېږدم او بل ځای کور ونیسم.))
نوموړی وايي کله چې له اصل کیسې خبر شو، د معاملاتو لارښوونې يو دفتر ورته ويلي وو چې کور بل چاته په ۱۵۰ ډالر کرایه باندې ورکوي، په دغه چاره کې هم د کور د مالک ګټه وه او هم په کې د معاملاتو لارښوونې دفتر خپل ۱۵۰ ډالر کمېشن واخېست.
ولې باید رهنما ته کمېشن ورکړل شي؟
که څه هم په لويو ښارونو کې له پخوا دا اصول و چې کورونه باید د معاملاتو د لارښوونې دفترونو له لارې په کرایه ورکړل شي خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دا چاره اړینه شوې او هېڅوک نه شي کولی چې د رهنما له قرارداد پرته کور په کرایه ورکړي او يا يې ونيسي.
په دغه چاره کې د حکومت ګټه دا ده چې له معاملاتو لارښوونې دفترونو څخه د کور د کرایه کولو او یا هم نورو معاملاتو په برخه کې چې رهنما کمېشن اخلي، حکومت د هرې معاملې په اندازه ټېکس اخلي.
د معاملاتو لارښوونې دفترونو هم له دغه فرصت ګټه اخېستې او په کابل او نورو ښارونو کې د همدغو معاملاتو لارښوونې دفترونو په وجه کرایانې لوړې شوې دي.
د کډوالو راتګ او د کرایو لوړوالی
په دې وروستيو کې چې له ایران او پاکستان څخه د کډوالو د جبري راستنېدنې لړۍ پيل شوې له لویه سره په بازارونو کې نرخونه لوړ شوي خو ډېره برخه يې بیا د کرایو لوړوالی دی.
که څه هم له ایران او پاکستان راستنېدونکي کډوال ډوډۍ ته حیران دي خو په ښارونو کې يې کرایې لوړې کړې دي.
يو ديني عالم کابل ټیلیګراف ته وويل، کله چې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم مدینې ته هجرت وکړ نه يوازې دا چې خلکو ورته کورونه په لوړه کرایه ورنکړل، بلکې خپلو کورونو کې يې مهاجرین مېشت کړل او خپله ډوډۍ يې ورسره نیمايي کړه.
دی وايي، له یوې خوا کډوالو سره ګاونډيو هېوادونو ناسم چلند راخېستی او له بل اړخه چې کله هېواد ته راستنېږي د بې روزګارۍ کندې ته غورځېږي او دا د کورنو د کرایو لوړوالی او نور مشکلات یې پر سر ور بارېږي.
د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د تايمني پروژې د څلورم سړک يو اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط کابل ټیلیګراف ته وويل چې همدا تېره جمعه د دوی د جومات خطیب په خطبه کې وویل چې د کرایو لوړوال د کډوالو په خاطر نا روا عمل دی او زیاته يې کړه چې له تېرو درېیو میاشتو راهېسې کرایه کور پسې ګرځي خو په مناسبه کرایه ورته کور نه پیدا کېږي.
د کابل ښاريان وايي، اوسمهال د ښار بېلابېلو برخو کې په اپارتمانونو کې يو دوه خونې لرونکی اپارتمان له سل تر دوه سوه ډالرو او یا معادل افغانۍ او درې خونې لرونکی بیا له دوه سوه تر ۳۵۰ ډالرو پورې په کرایه ورکول کېږي.