
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د نیپال په پلازمېنه کتمندو کې تر سبا سهاره ګرځبندیز اعلان کړی.
پوځ دا پرېکړه وروسته له هغې کوي، چې په یاد هېواد کې خونړي لاریونونه لا زور اخلي. پوځ وايي دا محدودیت به لږ تر لږه د پنجشنبې تر سهاره دوام وکړي، څو ښار بېرته ارام شي.
د دوشنبې په لاریونونو کې چې د فساد پر ضد او پر ټولنیزو رسنیو د بندیز له مله پیل شوي وو، ۱۹ کسان ووژل شول او پارلمان ودانۍ وسوځول شوه.
تېره ورځ د همدې فشارونو له امله د نیپال لومړي وزیر هم استعفا ورکړه.
دغه لاریونونه د ټولنیزو شبکو د بندېدو اعلان سره راپورته شول، چې وروسته حکومت دا بندیز واخیست، خو د خلکو غوسه لا زیاته شوه.
ډېری لاریونوال ځوانان دي چې د فساد او بې کارۍ پر ضد اعتراض کوي.