
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د ټیک ټاکرانو د نیولو او اصلاح لړۍ چټکه شوې، چې په ټولنیزه میډیا کې دا چاره د خلکو له ستاینې سره مخ ده.
د دې لړۍ له پیل سره سم په ګيلګيت بلتستان کې پولیسو د ټیک ټاک پر کارولو بندیز لګولی دی.
تازه پولیسو تېره ورځ په خیبرپښتونخوا کې د عليشاه زیرو زیرو سېون په نامه یوه ټیک ټاکره له خپلې مور سره نیولې او زندانې کړې وه.
پولیسو ویلي، چې نوموړې په خواله رسنیو فحاشي خپروله او له همدې امله یې ونیوله.
پر خواله رسنیو د نوموړې یوه وېډیو خپره شوې چې له خلکو بښنه غواړي او ژمنه کوي چې بیا به پر ټیک ټاک ناسمې خبرې او ښکنځلې نه کوي.
د دوی نیول کېده په خیبر پښتونخوا او په ځانګړي ډول د پاکستان پښتون میشتو سیمو کې خلکو په خوښۍ بدرګه کړې.
دوی وایي، علیشا او کورنۍ یې د ټیک ټاک د فحاشۍ سرلاري وو او دې کار سره به نور نوي را څرګند شوي ټیک ټاکران چې فحاشي خپروي هم مخه ونیول شي.
عام پاکستانیان د دې چارې د دوام غوښتنه کوي.
تر دې وړاندې په پاکستان کې د مشهور ښځينه ټیک ټاکرانو د وژلو پېښې ډېرې شوې وې.