
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د قطر په پلازمېنه، دوحه کې د اسرائیلو له لوري د حماس د مشرانو په نښهکېدو وروسته، د قطر لومړي وزیر، محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آلثاني ټینګار کړی چې باید د اسرائیلو دا ډول «تېریو» ته په نړیواله کچه ځواب ورکړل شي.
نوموړي پر دوحې د اسرائیلو هوایي بریدونه «ښکاره تېری» بللی او پر وړاندې یې د ډلهییز ځواب غوښتنه کړې ده.
دغه راز د سعودي ولیعهد، محمد بن سلمان هم ویلي چې پر دوحې د اسرائیلو وروستي برید ته باید په نړیواله کچه او ډلهییز ځواب ضروري دی.
وړمه ورځ اسرائیلو د قطر په پلازمېنه، دوحه کې د حماس پر دفتر برید وکړ او د یاد غورځنګ ځینې غړي یې په نښه کړل.
بلخوا ځینو نړیوالو رسنیو راپورونه ورکړي چې اسرائیلو له قطر غوښتي چې، د حماس مشران له خپل هېواده وباسي، ګني له ورته نورو بریدونو سره به هم مخ شي.