
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال
یو شمېر سرچینو کابل تیلیګراف ته وویل، چې نن غرمه مهال د غور ولایت د تولک ولسوالۍ په نعلبندان سیمه کې د طالبانو د حکومت اړوند د دفاع وزارت یوه چورلکه غورځېدلې ده.
تر اوسه رسمي سرچینو لا تائید کړې نه ده،خو ځايي سرچینو ویلي چې،په دې چورلکه کې د کانونو وزیر، د غور والي او یو شمېر نورو طالب چارواکو سفر کاوه.
په دې پېښه کې څوک مړه شوي نه دي او یوازې سطحي ټپیان لري.
د سرچینو د معلوماتو پر اساس د طالبانو د کانونو وزیر هدایت الله بدري او یو شمېر نورو طالب چارواکو په یاه چورلکه کې د تولک ولسوالۍ د نعلبندان په سیمه کې د یو کان لېدلو لپاره سفر کړی و.
په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو کې ښکاري، چې چورلکه د الوتلو پر مهال له غره سره د ټکر له امله بېرته پر ځمکه رالوېږي.
تر اوسه د ټپیانو کره شمېره څرګنده شوې نه ده. طالب چارواکو هم د دې پېښې په اړه رسمي څه نه دي ویلي.