
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د جمعیت علماء اسلام مشر او د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړي مولانا فضل الرحمن په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت ته ورغلی او د هېواد په ختیځ کې د وروستۍ زلزله ځپلو د قربانیانو لپاره دعا کړې.
هغه د خپلو خبرو پر مهال د قربانیانو له کورنیو او زیانمنو خلکو سره یې خواخوږي څرګنده کړې.
د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، دا لیدنه د چهارشنبې په ورځ ترسره شوه او دواړو خواوو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو، موجودو فرصتونو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړې.
شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې، د ریختر په کچه ۶ درجې زلزلې د افغانستان ختیځې سیمې ولړزولې، چې له امله یې ۲۲۰۰ کسان ووژل شول او شاوخوا ۳۶۰۰ نور ټپیان شول.