ټیکنالوژيخبرونهنړۍ

د ایپل لخوا د پخوانیو ایفونونو قیمتونو کې کموالی راغئ

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال

ایپل د سپټمبر په ۹مه خپل نوي آی فون ۱۷، آی فون ۱۷ ایئر، آی فون ۱۷ پرو او آی فون ۱۷ پرو میکس معرفي کړل. 

خو د نوو آی فونونو د معرفي کولو سره سم، دې شرکت د زړو ماډلونو بیو کې کموالی اعلان کړ.

د ایپل لخوا د آی فون ۱۶ او آی فون ۱۶ پلس بیې ۱۰۰ ډالره راټیټې شوې دي. 

د ۱۰۰ ډالرو کمولو وروسته، د ۲۰۲۴ کال آی فون ۱۶ اوس په ۶۹۹ ډالرو او آی فون ۱۶ پلس په ۷۹۹ ډالرو اخیستل کېږي. 

اوس آی فون ۱۶ ای د ایپل تر ټولو ارزانه تلیفون دی، چې بیه یې ۵۹۹ ډالره ده او په دې کې هیڅ بدلون نه دی راغلی. 

سربېره پر دې، ایپل د آی فون ۱۵، ۱۵ پلس، آی فون ۱۶ پرو او آی فون ۱۶ پرو میکس د پلور بندولو پرېکړه هم کړې ده.