خبرونهنړۍ

د امریکا او جاپان ترمنځ تر ټولو لویه ګډه پوځي تمرین پیل شول

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال

امریکا او جاپان نن (پنجشنبه) د ” Keen Dragon” په نوم  پراخه پوځي تمرین پیل کړل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ټولو لوی ګډ مانورې بلل شوي دي.

د جاپان د دفاع وزارت په وینا، دا تمرین به د سپټمبر له ۱۱مې څخه تر ۲۵مې پورې دوام وکړي او پکې به د جاپان له دفاعي ځواکونو څخه ۱۴ زره او د امریکا له پوځ، سمندري ځواکونو او هوايي ځواکونو څخه نږدې ۵ زره پوځیان برخه واخلي.

دا تمرین د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکارۍ د پیاوړتیا او د سیمه‌ییز امنیت د ساتنې لپاره ترسره کېږي.

د ” Keen Dragon ” تمرین موخه د امریکا او جاپان ترمنځ د پوځي همغږۍ زیاتول او د احتمالي ګواښونو پر وړاندې د ګډو عملیاتو وړتیا لوړول دي.

 دا تمرین د جاپان د دفاع وزارت په وینا د دواړو هېوادونو د پوځي اړیکو د پیاوړتیا او د سیمې د ثبات لپاره یو مهم ګام دی.