خبرونهنړۍ

فرانسه کې د بودیجې د کموالې پرخلاف پراخه لاریونونه پیل شوي

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د را پورونو له مخې؛ په فرانسه کې د بودیجې د کموالي له امله شاوخوا ۲ سوه زره کسانو په بېلا بېلو ځایونو کې لاریونونه کړي او د دغه هېواد د ولسمشر ایمونل مکرون د استعفا غوښتنه یې کړې.

دغه قهرجن لاریون د ښار بېلا بېلو سیمو ته په راوتلو سره یوه بس او ګڼ ګڼ نورو عامه ځآیونو ته یې اورونه وچول، لویې لارې یې بندې کړې او د برېښنا کېبلونه یې وشلول، دغه راز یې د میترو خدمتونه ودرول.

لاریون والو ټینګار کاوه، چې د اشخاصو د تغیر پر ځای دې حکومت پخپلو پالیسیو کې بندلون راولي.

بلخوا پولیسو د لاریونوالو د خورولو لپاره د ګازو، اوبو شیندلو او نورو لارو چارو څخه ګټه اخیستې او تر اوسه یې ۵ سوه کسان نیولي.

د یادونې وړده، چې دوه ورځې مخکې فرانسوا بایرو د پارلمان له خوا د اعتماد رایې ترلاسه کولو کې ناکام شو.

د راپورونو له مخې، فرانسه کې د مالي بحران د حل کې ناکامي، د عامو رخصتۍ ختمول او د عمومي لګښتونو کمول د بایرو خلاف د عدم اعتماد رایې لامل شو.

هغه د ۲۰۲۴ د ډسمبر په میاشت کې د لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی و.

د فرانسي ولسمشر ایمانوئیل مکرون د نوموړي پر ځای خپل نږدې همکار او د یاد هېواد د دفاع وزیر سېبسټین لاکورنو د نوي لومړي وزیر په توګه اعلان کړی.