خبرونهنړۍ

د سپټمبر ۱۱مه؛ د امریکا په نړیوالو برجونو او پنتاګون باندې د برید ۲۴مه کالیزه ده

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال

نن (پنجشنبه، د سپټمبر ۱۱، ۲۰۲۵) د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو ۲۴مه کلیزه ده، دغه ورځ د امریکا د نړیوالو برجونو (ورلډ ټریډ سنټر) او پنتاګون پر ضد بریدونه وشول.

په دې ورځ، لومړی دوه الوتکې د نیویارک په نړیوالو برجونو ووهل شوې، درېیمه الوتکه د واشنګټن ډي سي په پنتاګون ووهل شوه چې د دې ودانۍ یوه برخه یې ویجاړه کړه، او څلورمه الوتکه، چې د سپینې ماڼۍ د په نښه کولو پلان یې درلود، په پنسلوانیا کې له هدف مخکې وغورځېده.

دې بریدونو، چې د القاعدې له خوا ترسره شول، شاوخوا ۲۹۷۷ کسان ووژل او د نړۍ په سیاستونو یې ژور اغېز وکړ.

د دې پېښې وروسته، امریکا او د ناټو نورو غړو پر افغانستان برید وکړ او شاوخوا دوه لسیزې یې هلته حضور درلود، چې دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل کېږي.

دې جګړې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د امریکايي ځواکونو له وتلو سره پای ته ورسېده.