افغانستانخبرونه

د طالبانو سفیر او قطري چارواکو د افغان ماشومانو د تعلیمي ستونزو د حل لپاره غونډه کړې

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال

په دوحه کې د طالبانو سفیر محمد سهیل شاهین، د قطر د معارف او لوړو زده کړو وزارت د دفتر له رئیس حمد المالکي سره کتلي.

د را پورونو له مخې؛ شاهین د افغانستان او قطر ترمنځ اړیکې ارزښتناکې بللي او په قطر کې د مېشتو افغان کورنیو د ماشومانو د تعلیمي ستونزو په اړه یې خبرې کړي.

د دغه را پورو له مخې؛ المالکي ژمنه وکړه چې د دې ماشومانو تعلیمي ستونزې به حل شي او د دوی د جذب لپاره به په اړونده ښوونځیو کې بشپړه همکاري وشي.

دا لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعلیمي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

د قطر د معارف وزارت د راپورونو له مخې، دا ډول هڅې به د افغان کډوالو ماشومانو ته د منظم تعلیمي چاپېریال د برابرولو لپاره دوام وکړي.