خبرونهنړۍ

د پاکستان لومړي وزیر قطر ته رسیدلی

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف نن (پنجشنبه، د سپټمبر ۱۱، ۲۰۲۵) سهار د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په رسمي سفر د قطر پلازمېنې دوحې ته رسیدلی.

دا سفر د اسرائیلو د وروستیو تجاوزاتو په غبرګون کې د قطر سره د خواخوږۍ او د سیمه ییز اتحاد د پیاوړتیا لپاره ترسره شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي،  لومړی وزیر به د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره وګوري.

دا سفر د اسلام اباد له خوا د قطر د امنیت او خپلواکۍ ملاتړ او د منځني ختیځ د سولې او ثبات لپاره د پاکستان ژمنتیا څرګندوي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې دا لیدنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې د امنیتي ستونزو د حل لپاره مهم وي.