افغانستانخبرونه

د جاپان سفیر د طالبانو د کډوالو وزیر سره د مخه ښې لیدنه وکړه

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال

په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا، چې ماموریت یې پای ته رسېدلی، طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره وکتل.

کورومایا د کابل او ټوکیو ترمنځ د اوږدې مودې اړیکو یادونه شوې او زیاته کړې، جاپان په تېرو څلورو کلونو کې د افغانانو لپاره په میلیونونو ډالره بشري مرستې برابرې کړې او د ژمي له رارسېدو مخکې به هم له اړمنو سره مرسته وکړي.

د طالبانو د کډوالو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې کورومایا د افغانستان د نشه یي توکو او اداري فساد پر ضد مبارزه اغېزمنه بللې او د نړیوالې ټولنې له خوا یې د اوسني حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره پر همکارۍ ټینګار کړی دی.

مولوي عبدالکبیر د کورومایا ماموریت بریالی وباله، د جاپان له مرستو یې مننه وکړه او ويې ویل چې د افغانستان حکومت له نړیوالې ټولنې سره مثبتې اړیکې غواړي.

د جاپان سفارت ویلي چې د دوی مرستې به په راتلونکي کې هم د اړتیا پر اساس دوام وکړي.