ملګرو ملتونو تازه راغلو کډوالو ته د نغدي مرستو وېش بند کړ

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ UNHCR د افغانستان برخې ویلي، بیرته راستنېدونکو افغانانو ته د نغدو پیسو وېشلو مرکزونو فعالیت یې ځنډولی.
دغه بنسټ یوه بیانیه کې ویلي، دغه پرېکړه یې د طالبانو له لوري د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د عالي کمېشنرۍ مرکزونو کې د ښځو پر کار له بندیز وروسته کړې.
د بیانیې یوه برخه کې ویل شوي چې: «دغه پرېکړه د عملیاتي دلیلونو له امله شوې، ځکه ۵۲ سلنه راستنېدونکو ته خدمتونه د ښځینه کارکوونکو له لوري وړاندې کېدل، له ښځینه کارکوونکو کار پرته امکان نهلري.»
یادې کمېشنرۍ ټینګار کړی چې د دغه بنسټ مرکزونو ته د ښځینه کارکوونکو بیرته ستنېدو لپاره طالبانو سره د خبرو په حال کې دي.
بل لورته بیا د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، بیرته راستنېدونکو ته د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ UNHCR له لوري د مرستو وړاندې کولو پروسې ځنډول، د دغه بنسټ پلمه لټول دي.
هغه زیاتوي چې: «بیرته راستنېدونکو ته چې د هېواد په دروازو کې کوم اصول شتون لري، باید عملي شي او د مرستو له نوم څخه دې ناوړه استفاده نهکیږي. دغه سازمان چې پلمه کوي، دا په هغوی پورې مربوط ده او مونږ د مرستو وېشلو په برخه کې کومه ستونزه نهوینو.»
مجاهد زیاتوي چې بیرته راستنېدونکو ته د مرستو او خدماتو وړاندې کولو پروسه په عادي ډول جریان لري.