افغانستانراپورونه

ملا برادر وایي په زلزله کې د ویجاړو کورونو رغولو ته امکانات برابرو

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن جمعه د سنبلې په ٢١مه د کونړ له زلزله ځپلو او د زلزله ځپلو سیمو د لیدنې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له زلزله ځپلو سره د لیدنې پرمهال په دې ستر ناورین خپله خواشیني وښوده، په زلزله کې د مړو روح ته دعا او ژوبلو ته یې د عاجلې روغتیا هیله وکړه.

برادر اخند وویل، په تیرو څلورو کلونو کې دا درېیم ځل دی چې د سختو زلزلو له امله هیوادوالو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوړي.

هغه زیاته کړه، د امکاناتو د محدودیت باوجود دوی پر دې توانیدلی چې پر وخت د زیانمنو لاسنیوی وکړي.

عبدالغني برادر اخند د کونړ زلزله ځپلو ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د دوی ترڅنګ ولاړ دی.

د هغه په وینا، د دوی دحکومت اړوند ټولو مسوولانو ته یې لارښوونه کړې چې مرستې را ټولې او په شفاف ډول یې پر مستحقو زیانمنو وویشي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په سوداګرو، پانګوالو او خیریه بنسټونو غږ وکړ چې د کونړ له زلزله ځپلو سره خپلې مرستې جاري وساتي.

همدا ډول هغه د زلزلې له امله د زیانمنو سیمو د بیارغونې له پاره ترلاس لاندې اړینو پلانونو ته په اشارې سره وویل، هڅه کوي چې په زلزله کې د ورانو شویو کورونو د بیرته رغولو لپاره امکانات برابر او په راتلونکي کې د طبیعي پیښو د زیان کچې را کمېدو لپاره هر اړ خیز تدابیر ونیسي.

ملا برادر له ټولو هغو هیوادونو، هیوادوالو، ملي سوداګرو او خیریه بنسټونو د مننې ترڅنګ چې د کونړ له زلزله ځپلو سره یې مرستې کړې، پر نړیواله ټولنه غږ وکړ چې په دې سختو شرایطو کې دې پر افغانستان لګیدلي بندیزونه پایته ورسوي، څو په خبره یې زیانمنو افغانانو ته د مرستو رسولو او اقتصادي ستونزو ته د رسیدنې بهیر پر وړاندې شته خنډونه له منځه ولاړ شي.