افغانستانخبرونهځانګړي برخه

ټرمپ وایي، افغانستان تر شیکاګو ډېر خوندي دی

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې، افغانستان  اوسمهال د امریکا تر شیکاګو ښار ډېر خوندي دی.

نوموړي پرون د جمعې په ورځ له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي چې، په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی، په داسې حال کې چې شیکاګو او د امریکا ځیني ښارونه لا هم له پراخو جرمونو او تاوتریخوالي سره مخامخ دي.

په ټولنیزو رسنیو کې د ټرمپ دغو څرګندونو ډېر غبرګونونه راپارولي دي.

ځینو امریکایانو او د ټرمپ منتقدینو دا پرتلنه مسخره، ناسمه او جنجالي ګڼلې ده.

ټرمپ داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، افغانستان هره ورځ د هدفي او مرموزو وژنو، غلاوو او نورو وسله‌والو پېښو شاهد دی.